د اسرائیلو لومړی وزیر پۀ یو رسمي سفر اماراتو ته تللی
د اسرائیلو لومړی وزیر پۀ یو رسمي سفر اماراتو ته تللی
دا په وروستيو څو مياشتو کې اماراتو ته د اسراييلو د لومړي وزير درېيم سفر دی او ټاکل شوې چې دواړه لوري د ځينو سيمه ييزو مسايلو په اړه مهمې خبرې وکړي.
(2022 / 6 / 10 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسراييلو لومړی وزير نفتالي بنت متحدو عربي اماراتو ته تللی دی.
ميډل ايسټ نيوز د اسراييلو د لومړي وزير د وياند له قوله ويلي چې بنت دا سفر د عربي اماراتو د نوي مشر محمد بن زايد په بلنه کړی دی.
سرچينې زياته کړې چې لومړي وزير ته د ابوظبۍ په هوايي ډګر کې د شيخ محمد بن زايد له لوري هرکلی ويل شوی دی.
دا په وروستيو څو مياشتو کې اماراتو ته د اسراييلو د لومړي وزير درېيم سفر دی او ټاکل شوې چې دواړه لوري د ځينو سيمه ييزو مسايلو په اړه مهمې خبرې وکړي.