د پیښور په یو لوی روغتون کښې کرپشن او د خپلې څوکۍ څخه د ناوړه ګټه اخستلو لړۍ دوام لري

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کښې د صوبې تر ټولو لوی روغتون ليډي ريډنګ روغتون کښې فساد، په ناقونه توګه پیسې وهل او له واکه ناوړه ګټه پورته کولو لړۍ دوام لري او تراوسه پورې د کروړونو روپو کرپشن شوې دې.
د مشرق نیوز راپور مطابق د ملي خزانې ته د کروړونو روپو نقصان سره سره مقرر شوي ډاکټران د خپلو څوکیو لپاره نا اهله بلل شوي دي.
د زرائعو ترمخه د پيښور هسپتال کښي د 54.5مليونه روپو کرپشن تحقيقات مکمل کړے شوي دي۔د ګایني وارډ د اپريشن تيئټر ميز، يو پي ايس او د زړه رنځ لپاره ماشینونو په اخستلو کښې په کروړونو روپو کرپشن شوې دې.

روغتون ته د ۳۰ UPS اړتیا درلوده، چې ۲۰۰ یې اخیستل شوي،د راپور مطابق دغه زیات ۷۰ یې ماشینونه لا هم په ګودام کې پراته دي، چې د بازار له سروې پرته اخیستل شوي او ددې روغتون یو مدیر غیاث الدین ملي خزانې او هسپتال ته ۸۵ اتیا لکه روپۍ زیان رسولې دې.
د تحقيقاتي رپورټ ترمخه د انکوائري کميشن غړو ته هم ګواښونه ورکړل شوي دي.
ډاکټر طارق برکي د دې ټولو بې نظمیو ذمه وار ګرځول شوی دی، ځکه چې هغه هر څه په خپل لاسلیک سره د خیبرپښتونخواه د پبلک پروکیورمینټ ریګولیټري قواعدو خلاف ورزي کړې ده او د خپل اختیار څخه ی ناوړه ګټه پورته کړې ده.

Leave a reply