لس ورځې پس هم د معاویه مړې د کابل سیند څخه و نه موندل شول

0
163

باغی ټي وي رپورټ
د طالب علم معاويه د لټون لپاره د ژغورنې عمليات په لسمه ورځ هم دوام لري

سیمه ییزو سرچینو ویلي، د معاویه مړی، چې د لندې کوتل لویې شلمان شین پوخ کښې په کابل سیند کې ډوب شوی و، لس ورځې وروسته هم نه دی موندل شوی.

په لنډي کوتل لويي شلمان شین پوخ سیند کې د ډوب شوي معاویه جسد نه دی موندل شوی چې په دې سره د سیمې په خلق او د وړوکي ماشوم معاویه موراو پلار ډیر زیات د ذهني فشار سره مخ دي.
د یادونې ده چې به ۳۱ مه می معاویه د خپلو خپلوانو سره د کابل سیند غاړې ته لاړو چې د اینځرو میوه اوخوري او کور ته ی هم راوړي خو خپه ی اوخویدله او د کابل په سیند کښې ډوب شو، دا خبره مهمه ده چې معاویه چې نهه کلن دې ، د هغه پلار مزمل هم د خپل زوی د مړي لباره په کابل سیند کښې د مړې موندلو لپاره هره ورځ هڅې کوي خو تراوسه ی مړې نه دې موندلې .
د مړي موندلو لپاره د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیم، ځای امینتي ځواکونو اهلکار او نور ځایی ځوانان هم هڅې کوي چې مړې ترلاسه کړي خو تراوسه ناکامه دي، ځایی خلق وایی چې امکان لري دا مړې ی تر لرې پورې اوبو وړې وي او له په کوم ژور ځای کښې نښتې وی نو بیان امکان نه لري چې دومره زر ددې ماشوم مړې اوموندل شي.

Leave a reply