افغان زده کوونکو لپاره د خیبر پښتونخوا حکومت لوی اعلان او پریکړه

0
181

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په صوبه خیبر پښتونخوا کښې زده کړې ترسره کوونکي افغانانو لپاره د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت یو لوی اعلان کړي دې او دلته په پوهنتونو کښې ی دوی لپاره یو لوی او کم د فیس اخستلو اعلان کړې دې.

د خیبرپښتونخوا حکومت پریکړه کړې چې د خیبر پښتونخوا په دولتي طبي او نورو کالجونو او پوهنتونوو کښې زده کړې کوونکي افغانانو څخه به فیسونو کې د پام وړ کموالی راولي او فیسونه به یې د پاکستاني زده کونکو سره برابر کړي چې افغانان هم وکولې شي په پاکستان کښې لوړې زده کړې ترسره کړي او په خپل هیواد کښې د اولس خدمت ته دوام ورکړي.
د KPK حکومت امر کړی چې د افغان زده کونکو څخه د 800,000 اته لکه روپیو پرځای 50,000 پینځه لکه کلدارې فیس واخلي.
په پاکستان کښې میشت افغانانو او نورو افغان زده کوونکي د صوبایی حکومت دې پریکړې هرکړې کړي دې او ددې اعلان او پریکړې ی په ښو ټکو کښې ستاینه کړې ده.
https://twitter.com/Shahid_Khan_Blo/status/1534931426705084416

Leave a reply