بودیجه کښې د دولتي کارمندانو معاشونه ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنه زیاتیږي

0
238

باغی ټي وي رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) له پاکستان سره د بودیجې په خبرو کې د حکومتي کارکوونکو د تنخواګانو او ددوی په پنشن په زیاتولو هوکړه کړې ده.

سرچينې زياته کړې، چې نن وړاندې کېدونکې بوديجه کې به د دولتي کارکوونکو په معاشونو او پنشن کښې له لسو تر ١٥ سلنه زياتوالى راشي.

دسرچينو ترمخه دتنخواګانو اؤ پنشنونو دزياتولو تجويزونو حتمي منظوري به نن دوزيراعظم څخه اخستل کيږي. د یادونې ده چې به پایه تخت اسلام آباد کښې د پرون څخه د هیواد سرکاري ملازمینو په احتجاج لاس پورې کړې دې، ددوې غوښتنه ده چې ددوی په معاشونو کښې د ۵۰ سلنه زیاتوالۍ اعلان شي، ددوی وینا ده چې حکومت دې د ګرانۍ تناسب سره هم دوی ته مالي پیکج ورکړي ځکه چې په هیواد کښې خوراکي توکي او د ژوند نوز ضروري شیان ډیر زیات ګران شوي دي او حکومت دې ددې ګرانۍ په تناسب سره په معاشونو کښې ۵۰ سلنه زیاتوالۍ اعلان کړي.

Leave a reply