د عامر لیاقت لومړې میرمن د هغه په مړینه بیان مخې ته راغلې

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د عامر لیاقت د لومړۍ مېرمنې ډاکټر سیده بشرا د خپل پخواني خاوند د مړینې په اړه څرګندونې مخې ته راغلې دي.

سیده بشرا په انسټاګرام کې لیکلي: “انا الله وانا الیه راجعون، زما پخوانی خاوند عامر لیاقت حسین وفات شوی دی، هغه به نن په ۱۰ جون، د جمعې نمانځه پس د غازي عبدالله شاه مزار په احاطه کې خاورو ته وسپارل شي.

هغې زياته کړه، چې احمد او دعا عامر دواړو وارثانو د هغه د مړي د معايناتو(پوسټ مارټم) له ترسره کولو انکار کړى او د دوى د خوښې له مخې به مړى په عزت او درناوي خپل د دفن کیدو ځای ته وړل کېږي.
سیده بشرې زیاته کړه چې له تاسو ټولو څخه د مغفرت غوښتنه کوم، الله دې د مرحومې درجات لوړ کړي، آمین.

ياده دې وي چې عامر لياقت درې ودونه کړي وو، لومړۍ مېرمن يې سيده بشرا وه، چې له هغې يې دوه ماشومان دي، چې يو زوى احمد او يوه لور يې دعا ده، خو بشرا په ٢٠۲۰ کال کې له عامر لياقت څخه د جلا کېدو پخلى کړى وو.

عامر لیاقت د ۲۰۱۸م کال په دسمبر میاشت کې د خپل دویم واده تصدیق کړی و، دویم واده یې له طوبیه انور سره کړی و خو دا واده ډېر دوام ونه کړ او طوبیا د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له عامر لیاقت څخه د جلا کېدو تصدیق وکړ.
https://www.instagram.com/p/CemMVWOIatM/?utm_source=ig_embed&ig_rid=dbeee92f-72b4-48fb-929d-5c9c91e66fa7

Leave a reply