مریم نواز د عمران خان او د هغه په پخواني حکومت سخت ټکونه کړي

0
84

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مرستیالې او د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مريم نواز تور لګولې دې چې بني ګاله مني ګاله وه او د ټېکس ورکونکو ټولې پيسې هلته لاړې تلي او خرڅ شوي دي.

اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې مريم نواز اووېل چې عمران خان ته څلور مياشتې وړاندې د حکومت نه د وتلو خبر ورکړے شوے وو نو بیا ولې هغه وایی چې یو سازش وشو او زما حکومت نسکور شو.
خو سترګې دې خلاصې شي، د هغه د پارټۍ مشران وايي چې هغه ليوني سړی دے نو بيا ولې اجازت ورکول کيږي چې په هیواد کې د فتنې او ګډوډۍ لامل جوړ شي.
مريم نواز وويل، په لومړي سر کې مې فکر کاوه چې بايد يو نوى ميډيټ واخستل شي او نوي ټاکنې وشي، خو کله چې عمران خان د ګوند لپاره اسلام اباد ته راغى، نو پرېکړه يې وکړه چې ټاکنې به پر خپل وخت کېږي.

ده ووئيل چې نواز شريف ته په كال 2013 كښې د لوډشيډنګ والا پاکستان ترلاسه شوې وو، هغه زیاته کړه چې نواز شريف پاكستان ته صفر لوډشيډنګ کولو واله پاکستان ورکړې وو، مریم اوویل چې عمران خان څلور كاله دا خبره كوله چې نواز شريف اضافي برېښنا پرته لاړو، هغې اوویل چې زه پوښتنه كوم چې دا اضافي برېښنا چرته ده؟ د عمران خان حکومت دومره نا اهله وو چې جوړې شوې کارخانې يې نه شي چلولی، د عمران خان د نا اهلۍ له امله بندې کارخانې مونږ چلوو، مریم اوویل چې د جون نه تر جولايي مياشت پورې به تر ۵۰۰۰ ميګاواټه زياته برېښنا راشي.

مریم نواز اوویل چې د عمران خان د نا اهلۍ قیصې به نه کوو او نه به ژړا کوو، هغهې اوویل چې مونږ به کار کوو، مونږ به خفه شوي دوستان هېوادونو د راضي كولو كوشش كوو، شهباز شريف د خراب اقتصادي صورتحال باوجود د مرستې كولو كوشش كوي، وزيراعظم ټولو ته د خلقو د بار د کمولو لپاره سبسډي وركړه۔

Leave a reply