پاکستان لۀ افغانستان سره د ا.ا تر واکمنېدو وروسته څومره مرستې کړې دي؟

0
94

پاکستان لۀ افغانستان سره د ا.ا تر واکمنېدو وروسته څومره مرستې کړې دي؟

 

باغي ټي وي

مقاله: 

د اسلامي امارت له رامځته کیدو راهیسې ډېری هېوادونو په افغانستان کې د روان بشري او اقتصادي بحران د پای ته رسولو لپاره مرستې کړې دي.

په دې برخه کې د پاکستان هڅې د ستایلو وړ دي. د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، پاکستان د ژوند په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي.

پاکستان د مرستو رسولو او د همکارۍ د اسانتیا رامننځته کولو لپاره د پاک-افغان همکارۍ ټولنې په نوم یوه اداره هم جوړه کړې ده. په پاکستان کې ټول دولتي او شخصي ادارې د یادې ټولنې له لارې مرستې کوي.
د ټویټر مخکښ کارپوه Fidato په دې اړه مفصل راپور خپور کړی دی. د یاد راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته په افغانستان کې د پاکستان او خیریه موسسو لخوا ترسره شوي مرستې په لاندې ډول دي:

د پاکستان د حکومت لخوا ترسره شوې شوې مرستې:
د روژې په مبارکه میاشت کې د ۵۰۰۰۰ خوراکي کڅوړو مرسته
۶۶۰ ټنه خوراکي توکي
۵۰۰۰۰ مټریک ټنه غنم
په افغانستان کې د بې کوره شویو لپاره خلکو لپاره ۹۶۰۰ خیمې.
د اړینو درملو لپاره ۰.۵ ملیارده روپۍ
د سکالرشپونو په برخه کې له افغان محصلینو سره د یو ملیارد روپو مرسته
د الخدمت خیریه بنسټ لخوا تر سره شوې مرستې:
د ٢٧٩ ميليونه روپو په ارزښت مرستندیوه توکي
د ۱۰۶۰ ټنه خوراکي توکو رسول

د شاهد افریدی خیریه بنسټ لخوا ترسره شوې مرستې:
له ۳۰۰ کډوالو کورنیو سره اړینې مرستې
۲۵۰ خوراکي کڅوړې
د مسلم هینډز لخوا له ۱۸۰۰ افغان کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته

د رفاه پوهنتون ترسره شوې مرستې:
په کابل کې د پاکستان لخوا جوړ شوي
جناح روغتون سره د ۲۰۰ بسترو مرسته
د ترکیې سرې میاشتې لخوا ترسره شوې مرستې:
د پاکستان لخوا افغانستان ته د ټراسپورټ په برخه کې اسانتیاوې.
۱۷۵ ټنه خوراکي توکي (۷ لارۍ) ۴۶۰۰۰ خلکو ترې ګټه پورته کړه.
د سترګو کمپلکس:
د ۵۶۰۵ ناروغان معاینه
د ۴۴۳ مریضانو جراحي عملیات

د پاک افغان همکارۍ ټولنې ترسره شوې مرستې:
د ۲۴۰۲ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۴۷۸۰ ټنه مرستندویه توکي

تجارت
په پوله د بار وړونکو لاریو وړیا تګ راتګ
هره ورځ ۶۶۲ لارۍ له پولې تیریدل

روغتیايي اسانتیاوې:
په پوله هره ورځ د ۹۸۳۷ ناروغانو درملنه
۷۸۶۰۶ د کرونا واکسین کولواسانتیاوې
هره ورځ ۱۱۵۰۰۰ افغانانو ته ویزې ورکول
د ۷۹۵۶۸۵ تنو/خلکو د تورخم او چمن له لارې پاکستان ته داخلیدل.

Leave a reply