ایټالیا ویلي چې روسیې د غنمو پر بندیدو میلیونونه انسانان یرغمل کړي دي

ایټالیا ویلي چې روسیې د غنمو پر بندیدو میلیونونه انسانان یرغمل کړي دي
په کنفرانس کې د اروپايي شورا رييس چارلز ميشل او د اروپايي کمېسيون مشرې ارسلا فون درلاين هم د اوکراين د جګړې له کبله په نړۍ کې د خوړو پر احتمالي ناورين اندېښنه وښوده.
(2022 / 6 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایټالیا د بهرنيو چارو وزير ويلي چې د روسيې له لوري د غنمو پر صادراتو محدوديتونه د ميليونونو ښځو او ماشومانو يرغمل کول دي.
هغه دا څرګندونې په روم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام کنفرانس ته په وينا کې کړې دي.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویجي دي مایو دغه راز ټينګار وکړ چې هيواد يې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له نړيوال سازمان سره په ګډه هڅه کوي چې د يوه نړيوال غذايي ناورين مخه ونيسي.
په کنفرانس کې د اروپايي شورا رييس چارلز ميشل او د اروپايي کمېسيون مشرې ارسلا فون درلاين هم د اوکراين د جګړې له کبله په نړۍ کې د خوړو پر احتمالي ناورين اندېښنه وښوده.
دوی وويل چې مسکو له خوړو د وسلو په توګه استفاده کوي او خپل دا کار د شوروي اتحاد د وخت په دروغو توجيه کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې کنفرانس پرون په روم کې پيل شوی چې د روانې جون میاشتې تر اوولسمې نيټې پورې به روان وي.






