ټاکل شوې د واک دلېږد په مقصد د کرزي ، حکمتیار او عبدالله په ګړون د سیاسي مشرانو یو هیت دوحې ته سفر وکړي۔

0
43

په دوحه کې د طالبانو یوې سرچینې باغی تلویزون ته ویلي چې ټاکل شوې د واک دلېږد په مقصد د کرزي ، حکمتیار او عبدالله په ګړون د سیاسي مشرانو یو هیت دوحې ته سفر وکړي۔

دا سفر باید پرون شوی وای ، خو ونه شو، بیا نن ته پاتې شو، نن هم و نه شو، خبره سبا ته پاتې شوه، خو اټکل کېږي چې سبا به هم و نه شي، نو ځکه خو طالبانو خپلمنځي مشورې چټکې کړي ، کېدی شي د دې سیاسي مشرانو له ورتګ پرته په قطر کې د طالبانو سیاسي مشران کابل ته راشي او دلته رسماً د واک د لېږد بهیر تر سره شي ، ویل کېږي کابل مېشتو سیاسي مشرانو سره د پخواني جمهور رییس اشرف غني لیکلی استعفی لیک موجود دی او د همدغه سند له مخې دوی دواک د لېږد صلاحیت لري.

Leave a reply