ترکیې او روسیې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

ترکیې او روسیې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
په وروستیو کې د اوکراین جګړه په نړیواله کچه د خوړو د کمښت سبب شوې ده چې له همدې امله اروپايي او ځینې اسیايي هېوادونه د جګړې د درولو لپاره هڅه کوي.
(2022 / 6 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ترکیې او روسیې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په یوه خبري کفنرانس کې ویلي چې پرون یې له خپل روسي سیال سره پر ګڼو نړیوالو مسایلو خبرې کړې دي.
د ده په وینا له لاوروف سره یې د اوکراین او افغانستان پر مسئله هم خبرې کړې دي.
اوغلو وایي چې د اوکراین په اړه خبرې ګټورې وې او د مثبتو پایلو تمه شته ده.
دواړو لورو د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي خو مولود چاوش اوغلو په دې تړاو تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.
په وروستیو کې د اوکراین جګړه په نړیواله کچه د خوړو د کمښت سبب شوې ده چې له همدې امله اروپايي او ځینې اسیايي هېوادونه د جګړې د درولو لپاره هڅه کوي.





