د پاکستان روپۍ د امریکایی ډالر په مقابله کښې قوي شوې

0
170

باغی ټي وي رپورټ
د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت د ټيټېدو لړۍ اوس بنده شوې او نن ورځ هم د ډالر ارزښت رالوېدلی دی او پاکستانۍ روپۍ قوې شوې ده.

پرون په انټربینک فارن ایکسچینج (IFEX) کې د سوداګرۍ په پای کې، ډالر د 31.31 روپیو راټیټیدو سره 201.52 روپۍ ته را ټیټ شوې وو.

په انټربینک فارن ایکسچینج (IFEX) کې نن د ډالر ارزښت 75 پیسې کم شوی او د سوداګرۍ په پای کې ډالر د 200 روپۍ 77 پیسو ته راښکته شوی دی.

بل اړخ ته په ازاد بازار کې ډالر په ۲۰۲ روپۍ په خپل حال پاتې دي.

د یادولو وړ ده چې په روان مالي کال کې د ډالر په وړاندې د ډالر ارزښت ۲۷.۴۴ سلنه او د ډالر ارزښت ۴۳.۲۳ روپۍ لوړ شوی دی.

Leave a reply