د نواز شریف واپسي، د شهباز شریف حکومت لپاره یو لوی چیلنج
باغی ټي وي رپورټ
کله نه چې د شهباز حکومت واک ته رسیدلې نو له ډېرو مهمو ننګونو سره مخ دی، خو یو له لویو ننګونو څخه د نواز شریف بېرته راستنېدو ته لاره هواره کول دي. د دې لپاره یو شمیر لاملونه شتون لري.
دا سمه ده چې د نواز شریف دلته شتون نه لرلو او د عمران حکومت ړنګ شو او د پي ټي ایم ګوندونو د شهباز حکومت جوړ کړو خو دا حقیقت دی چې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او میا نواز شریف تر منځ پرله پسې رابطې روانې دي. همدا راز په کوم اساس چې شهباز شریف ته د وزیراعظم دنده ورکړل شوې د مسلم لیګ (ن) په ملي اسمبلۍ کې همغه شمیر څوکۍ دي چې د نواز شریف په مشرۍ په انتخاباتي کمپاین کې ګټلې وې.
د جیو نیوز په ویب پانړه د نسیم حیدر د لیکل شوي بلاګ راپور مطابق
د ۱۹۸۸ کال نه را په دې خوا چې ټول ټولټاکنې شوي دي، که مسلم لیګ (ن) په ټاکنیز کمپاین کې د خلکو د راپارولو توان ترلاسه کړی وي، نو د شهباز شریف په پرتله د نواز شریف ډېر مهم رول لوبولې دط. په بې شمېره وختونو کې د شريف وروڼو په ګډه جلسو کې ګډون کړی خو په دې ۳۵ کلونو کې شهباز شريف په هېڅ موقع يوازې رهبري نه ده کړې او کومه روحيه چې د نواز شريف په ويناوو کې ليدل کېده هغه د شهباز شريف په ويناوو کې نه وه چې معنی ی دا دا چې عام اولس پخواني وزیراعظم نواز شریف ته رای ورکړې او د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند ی په ټاکنو کښې بریالۍ کړې دې.
دغه لیکونکې وایی چې په داسې وخت کښې د په پاکستان کښې نواز شریف شتون ډیر زیات مهم دې چې هغه کولې شي چې پاکستانۍ اولس ځان ته راکش کړي.
………………..