د عامر لیاقت کور کارکوونکو پولیس ته بیان ورکړې

0
148

باغي ټي وي رپورټ
د عامر لیاقت له وژل کېدو وروسته د هغه د کارکونکي او ډرېور څرګندونې مخې ته راغلې.

د موټر چلوونکي جاوېد او کارمند ممتاز په وينا، په کور کې له دوو ساعتونو برېښنا نه وه او د کور د بریښنان لپاره ی جنراتور چالان کړې وو.

ملازم ممتاز پوليس ته په خبرو کې ويلي دي چې يوه هفته وړاندې يې جنريټر اخيستی وو خو د څو ورځو راهسې خراب شوې هم او سم کار به ی نه کولو.

کارمند وايي کله چې مې د کور اصلي دروازه خلاصه کړه او بهر راووتلم نو د ډرېور جاوید غږ راغی چې د عامر لیاقت روغتیا خرابه ده، مونږ دواړو هڅه وکړه چې د کوټې دروازه خلاصه کړو.

بل خوا د جاوید لیاقت ډریور جاوید جیو نیوز ته ویلي چې له اووه کالو راهیسې له عامر لیاقت سره کار کوي، کله چې هغه د پېښې ځای ته ورسېد، نو عامر لیاقت ی په زمکه پروت ولیدو، چې وروسته د ژغورنې ډلې روغتون ته ورسول او بیا ی ساه ورکړه.
ډرایور زیاته کړه چې مونږ روغتون ته لاړو او پوه شو چې هغه مړ شوی دی، وروسته مو د عامر لیاقت کورنۍ ته خبر ورکړ، هغه وایی چې د کورنې خلقو ی اوویل چې کور ته لاړ شي او پولیسو ته بیان ثبت کړي.

Leave a reply