دې کال بودیجه کښې به اولس لپاره ریلیف وي: د ایف بي آر مشر

باغی ټي وي رپورټ
چيئرمېن اېف بي آر وئيلي دي چې دا ځل ډیر ښه بجټ راروان دے چې پکښې اولس ته به ریلیف ورکړل شي.
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې د فيډرل بورډ آف ريونيو چيئرمېن عاصم احمد د راتلونکي مالي کال بجټ ښه بجټ وباله او ويې ويل چې په بجټ کښې د خلقو لپاره ريليف دے.
بل لوري ته د ايف بي آر د سرچينو له مخې په راتلونکې بجټ کې به ود هولډنګ ټيکسونه کم کړل شي او هغه ود هولډنګ ټيکسونه به ختم کړل شي چې ريونيو نه پيدا کوي.
سرچينې زياته کړه چې په نان فائلرانو به ود هولډنګ ټېکس ساتل کېږي او د ود هولډنګ ټېکس له لارې به اسناد ورکول کېږي.
د یادونې ده چې سږ کال بودیجه په داسې وخت کښې اعلان کیږي چې په ملک کښې ګرانی ډیره زیاته شوي ده او عام اولس او په ځانګړې توګه غریب اولس ی ډیر بد متاثره کړي دې.
په ملک کښې د اوړو ۲۰ کلو بوجې نرخ تر ۱۷۰۰ پورې لوړ شوې دې او د ۵ کلو د غوړو لوټا هم تر ۲۸۰۰ روپو پورې نرخ اوچت شوې دې.






