د پاکستان او آیی ایم ایف ترمینځ ډیډ لاک لا دوام لري

0
180

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان او IMF ترمنځ د راروان کال د بودیجې اهدافو پر سر کړکېچ روان دې.

سرچينې زياته کړه چې د ايف بي آر ټيکس هدف په اړه له IMF سره کومه موافقه نه ده شوې چې له امله به يې خبرې دوام ولري.

دسرچينو ترمخه د ائي ايم ايف څخه د 7255 اربه روپو د ټېکس هدف په اړه تعديل موجود دى او د بجټ خسارې په هدفونو د آئي ايم ايف سره اتفاق نۀ دى شوى.

سرچينې زياته کړې چې IMF د چين د برېښنا پلانټونو ته د ورکړل شويو پيسو تفصيلات غوښتي دي.
د یادونې ده چې د پاکستان د خزانې وزیر نن په یو بیان کښې ویلي دي چې د پاکستان د بودیجې تجارتي خساره ۴۵ ملیارده ډالرو ته رسیدلې ده، هغه دا هم ویلي دي چې مونږ به ته د چین هیواد څخه به ۲.۴ ملیارده ډالر لاس ته راشي او ددي لپاره مونږ د چین هیواد څخه ډیره ډیره مننه کوو.
داسې بیان هم خپور شوې وو چې ایی ایم ایف دا غوښتنه هم کړې ده چې د سرکاري ملازمینو معاشونه دې زیات نه کړې شي او بل اړخ ته نن د هیواد بیلا بیلو برخو څخه سرکاري ملازمینو اسلام آباد ته تللي دي او د خپلو معاشونو د زیاتوالي لپاره ی په احتجاج لاس پورې کړې دې.

Leave a reply