ترکيې د افغانستان له کلالۍ د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
ترکيې د افغانستان له کلالۍ د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
مولوي عبدالباقي منصور نوموړي ته د افغانانو د دې صنعت په اړه له معلوماتووړاندې کولو ترڅنګ یادونه وکړه، چې د افغانستان ا.ا د خپلو دیني او ملي ارزښتونو ساتنه کړې او دا ډول صنعت د افغان فرهنګ څرګندونه کوي.
(2022 / 6 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکيې د یونس امره انسټیټیوټ مسوول چغتای سونرین څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د کلالانو د ملاتړ لپاره مرستې ته چمتووالی لري.
نوموړي وړمه ورځ د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي چارو له مشرمولوي عبدالباقي منصور سره د ستالف ولسوالۍ له سنتي صنعتي کارځیو لیدنه وکړه.
چغتای سونرین له دغې سیمې څخه د لیدنې پر مهال ویلي؛ د افغان کلالانو د صنعت د پیاوړتیا، بازار او پراختیا لپاره به په داخل او بهر کې د سیمینارونو او ننداروتونو له لارې خپله هڅه ونه سپموي.
مولوي عبدالباقي منصور نوموړي ته د افغانانو د دې صنعت په اړه له معلوماتووړاندې کولو ترڅنګ یادونه وکړه، چې د افغانستان ا.ا د خپلو دیني او ملي ارزښتونو ساتنه کړې او دا ډول صنعت د افغان فرهنګ څرګندونه کوي.
خټین لوښي، چې د کلالانو د صنعتي تولید تر څنګ هنري تولید هم پاتې شوی، اوس یې هم افغانان په پراخه کچه کاروي.