دولتي کارکوونکو معاشونه به زیات شي که نه؟ دا پریکړه له نه ده شوې

0
161

باغی ټي وي رپورټ
د راتلونکي مالي کال په بودجه کې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د زیاتوالي په اړه لا هم پرېکړه نه ده شوې.

دسرچينو له مخې د مالي کال 23-2022 لپاره به د بجټ مجموعي حجم 9500 اربه روپۍ وي او په دې لړ کې ټول تجويزونه تيار کړل شوي دي.

په بجټ کې د کلنۍ قرضې او سود ادا کولو لپاره 21 اربه ډالر، د بهرنۍ قرضونو د واپسۍ لپاره 3,500 اربه روپۍ او د راتلونکي کال په بجټ کې د جي ډي پي 2.2 فيصده اضافه کولو وړانديز شوی دی.

په کلنۍ بجټ کې به سبسډیز لپاره 650 اربه روپۍ ځانګړې کیږي خو د سرکاري ملازمینو د تنخواګانو د زیاتولو په اړه لا پریکړه نه ده شوې.

بجټ کښي د قرضونو او سود ادا کولو لپاره 21 اربه 21 اربه روپۍ مختص کړے شوي دي په کوم کښي چي 3500 اربه روپئ د خارجي قرضو او 700 اربه روپئ داخلی قرضو لپاره مخصوص کړے شوي دي۔
د یادونې ده چې نن د ملک بیله بیلو صوبو څخه سرکاري اهلکار پایه تخت اسلام آباد ته رسیدلي دي، د سرکاري اهلکار له مخې دوی غوښتنه کوي چې په معاشونه کښې ۵۰ سلنه زیاتوالۍ اعلان شي ځکه چې نن سبا په پاکستان کښې کومه ګراني ده ، دې ګرانۍ سرکاري اهلکار او ددوی خاندانونه د سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د سرکاري ملازمینو د اتحادیی مشرانو وینا ده چې دوی په ترهغه پورې په اسلام آباد کښې په احتجاج وي ترڅو ددوی معاشونه زیات نه کړي.

Leave a reply