د عامر لیاقت دریمې میرمن د هغه په مړینه غبرګون ښودلې

0
221

باغي ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ غړي عامر لياقت دريمې مېرمنې دانيه شاه په مړينه غبرګون ښودلی دی.

دانیه په خپل انسټاګرام پانړه لیکلي او د عامر لیاقت په مړینه ی خواشیني څرګنده کړې ده. دانيې ليکلي، چې الله دې عامر ته ته مغفرت وکړي او په جنت کې دې ځای ورکړي.
ياده دې وي چې عامر لياقت حسين نن د زیارت په ورځ په نهم جون په کراچۍ کې ساه ورکړه، د عامر لیاقت په کور کښې دده سره کارکوونکو په وينا د سينې درد يې درلود خو روغتون ته يې د وړولو څخه انکار کړې وو.
د عامر لیاقت د مړینې په اړه پولیس وایی چې د هغه د مړي پوسټ مارټم به کولې شي او بیا به خپلو خپلوانو ته د هغه مړې ورکړل شي.

Leave a reply