مریم نواز د وینې د سرطان په رنځ اخته ماشوم د درملنې کولو پریکړه کړې

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز د وينې په سرطان د اخته ماشومې د علاج ملاتړ څرګند کړے دے۔
په ټويټر د يو شخصي ټي وي چينل خبريال د وينې په سرطان اخته يوې نجلۍ ويډيو شريکه کړې چې پکې د وزيراعظم شهباز شريف او مريم نواز يادونه شوې او د مرستې غوښتنه يې کړې ده.
خبریال لیکلي چې یوه ډېره مجبوره کورنۍ ده. یوه ۱۶ کلنه نجلۍ د وینې په سرطان د خپل مور او پلار مخې ته ژاړي. دا د حکومت لپاره کومه لویه خبره نه ده او له دوی سره مرسته کولای شي چې د یو انسان ژوند وژغوري.
د ټوېټ په ځواب کې مريم نواز د نجلۍ د کورنۍ شمېره وغوښته.د مريم نواز په ځواب کې خبريال هغې ته د نجلۍ د پلار نوم او د ټليفون شمېره لېږلې وه او د هغوي څخه ی مننه هم کړې ده.
Kindly share her contact. https://t.co/RXaFTnE3aO
— Maryam Nawaz Sharif (@MaryamNSharif) June 8, 2022






