عامر لیاقت څه وصیت کړې وو؟

0
175

باغی ټي وي رپورټ
چهیپا ویلفیئر مشر رمضان چیپا د عامر لیاقت د وصیت په اړه خبرې کړي دي.

کراچۍ کښې ميډيا سره خبرو کې رمضان چهیپا وويل عامر لياقت په مړ حالت کې روغتون ته رسول شوى وو او روغتون ته رسولو څخه 15ؤ څخه تر 20ؤ دقيقو وړاندې هغه ساه ورکړې وه.
رمضان چیپا وویل چې زه د عامر لیاقت له مړینې وروسته د هغه ټولې چارې څارم، عامر لیاقت په خپل وصیت کښې ویلي وو چې ما باید د عبدالله شاه غازي په مقبره کې له مور او پلار سره ښخ کړې.

هغه زیاته کړه چې عامر لیاقت ویلي وو چې له مرګ وروسته به زما د ښخولو چارې په غاړه واخلي.

ياده دې وي چې عامر لياقت حسين د جون په نهمه نېټه په کراچۍ کې ساه ورکړه، د مامورينو په وينا د سينې درد يې درلود خو روغتون ته يې له تګ څخه انکار وکړو.
……………………..

Leave a reply