هندو انتها خوښې ډلې وزیراعلی هم د پیغمبر سپکاوي په اړه سخت غبرګوند ښودلې

0
166

باغی ټي وي رپورټ
د مهاراشترا د هندو افراطي مشر وزیر ادې ټهاکرې هم د هند د واکمن بی جے پی د مشرانو لخوا د سپکاوي څرګندونو ته غبرګون ښودلی. د هندي رسنیو له مخې د هندو افراطي ګوند شیو سینا م ادې ټهاکرې د بي جي پي د مشرانو د سپکاوي په څرګندونو د غصې څرګندولو په ترڅ کې ویلي چې د نوپور شرما د غیر ضروري څرګندونو له امله ټول هېواد په نړیواله کچه شرمېدلی دی.
ادې ټهاکرې زیاته کړه چې د بی جے پی د مشرانو د څرګندونو له امله هند اړ شو چې د منځني ختیځ او خلیجي هېوادونو له خوا مجبور شوي او ددوي څخه د پیغمبر د سپکاوي په وجه بخښنه وغواړي، هغه اوویل چې هغه څه چې د بي جي پي چارواکو کړي یو جرم دی او هند باید په دې اړه بخښه وغواړي.

له بلې خوا، د نوي ډیلي پولیسو د بی جے پی رسمي ویاند نوپور شرما خلاف د سپکاوي څرګندونو لپاره ایف آی آر ثبت کړی دی.

Leave a reply