عامر لیاقت په کراچۍ کښې ساه ورکړې

باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ غړی عامر لیاقت حسین په کراچۍ کې مړ شوی دی.
عامر لیاقت حسین په نازک حالت کې یو شخصي روغتون ته رسول شوی وو، چې ډاکټرانو یې له طبي معایناتو وروسته د هغه د مړینې پخلی وکړ.
د تفصيلاتو ترمخه د عامر لياقت حسېن د کوټې دروازه بنده شوې وه او د کور ملازمينو ی د ډير وخت راهسې ټکونه کول.
د پوليس ترمخه د عامر لياقت د مړينې د علت معلومولو لپاره به پوسټ مارټم کولے شي او وروسته به لاش وارثانو ته حواله کړے شي۔پوليس وائي چي د عامر لياقت کور نه ئي ثبوتونه جمع کړي دي او د هغه د ملازمينو او ډرائيورانو نه به بيانونه اخستل کيږي۔
ملازم وويل چې عامر لياقت تيره شپه ناروغه شو او زړه يې درد کول، روغتون ته د تللو وويل شو خو عامر لیاقت د روغتون څهه انکار کړې وو. دسرچينو له مخې عامر لياقت حسين په خداداد کالونۍ کې دخپل کور څخه ايمبولينس په ذريعه روغتون ته رسول شوى دى.
د روغتون د سرچینو له مخې ډاکټرانو ویلي چې عامر لیاقت په مړ حالت کې روغتون ته راوړل شوی وو. عامر لياقت موټر چلوونکي د پېښې په اړه پوليسو ته خبر ورکړل او دا ی هم ویلي وو ، چې تېره ورځ يې له کوټې څخه چيغې هم اورېدل شوې دي.






