چین د افغانستان د مسائلو د حل لپاره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی 

0
182

چین د افغانستان د مسائلو د حل لپاره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی 

د چین د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ویلي چې د افغانستان امنیت هم د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دوی تیار دي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د مسایلو په تړاو همکاري او مرسته وکړي.

 

(2022 / 6 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چین وایي د افغانستان د مسایلو د حل لپاره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره همکاري کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د قزاقستان په پلازمینه نورسلطان کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له چارواکو سره د سیمې پر امنیت خبرې کړې دي.

د ده په خبره چین ژمن دی چې په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره مرسته وکړي او پر امنیتي مسایلو تمرکز ډېر کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ویلي چې د افغانستان امنیت هم د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دوی تیار دي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د مسایلو په تړاو همکاري او مرسته وکړي.

Leave a reply