هند او ایران د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي

هند او ایران د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي
دواړو لورو ټینګار کړی دی چې د افغانستان په تړاو په خپلو کې همکارۍ پراخوي او هڅه کوي په دغه هېواد کې د بشردوستانه مرستو لپاره فرصتونه برابر کړي.
(2022 / 6 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران او هند د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان په هند کې له خپل هندي سیال جي شینکر سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
دواړو لورو ټینګار کړی دی چې د افغانستان په تړاو په خپلو کې همکارۍ پراخوي او هڅه کوي په دغه هېواد کې د بشردوستانه مرستو لپاره فرصتونه برابر کړي.
دوی همدا راز ټینګار کړی چې افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدل د دایمي ثبات راوستو ته لار هوارولی شي.
ایراني او هندي لوري افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم بللی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.






