ا.ا لسګونه پاکستاني موټر تر ضمانت اخستلو وروسته هغۀ هېواد ته ګرځولي دي
ا.ا لسګونه پاکستاني موټر تر ضمانت اخستلو وروسته هغۀ هېواد ته ګرځولي دي
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې تر دې وروسته د نورو هيوادونو بې اسنادو موټرو ته د افغانستان خاورې ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کيږي او که له اجازې پرته دغه ډول موټر د افغانستان خاورې ته ننوځي نو ضبط به شي.
(2022 / 6 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا لسګونه بې اسنادو پاکستاني لارۍ او بار وړونکي موټر د ضمانت تر اخيستو وروسته هغه هيواد ته ور ګرځولي دي.
د ننګرهار د ترانسپورټ رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ياد موټر يې د څو ورځني کمپاين په ترڅ کې نيولي وو.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې تر دې وروسته د نورو هيوادونو بې اسنادو موټرو ته د افغانستان خاورې ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کيږي او که له اجازې پرته دغه ډول موټر د افغانستان خاورې ته ننوځي نو ضبط به شي.
د ننګرهار د ترانسپورټ رياست ويلي چې پخوا به د پاکستان بې اسنادو بار وړونکي موټر تر کابله پورې تلل خو تر دې وروسته يوازې د اسنادو د لرلو په صورت کې تر جلال اباد پورې د تګ اجازه ورکول کيږي.