تندروه تنظیم القاعده په هند کښې د ځانمرګي بریدونه اعلان کړې

0
104

باغی ټي وي رپورټ
نړیوال تندروه تنظیم القاعده د هند په لویو ښارونو کې د ځانمرګي بریدونو ګواښ کړې دې، القاعده دا علان په داسې وخت کښې کړې چې د هند د واکمن بی جے پی د مشرانو لخوا اسلام او د پیغمبر صلی الله علیه واله واسلم ضد ی سپک بیان کړې ووه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، القاعده د هند په پلازمېنه نوي ډیلي او د ممبۍ په ګډون په نورو لویو ښارونو کې د ځانمرګو بریدونو ګواښ کړی دی.

د نړیوال تندروه ډلې لخوا په یوه لیک کې ویل شوي چې هند د هندي مشرانو له توهین ډک بیانونو وروسته په نوي ډیلي، ممبۍ، اترپردیش او ګجرات کې ځانمرګو بریدونو ته چمتو دی. د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د هند بي جې پي ګوند ویاند په یو بیان کښې آخري پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په اړه د سپکاوي بیان کړې ووه چې د ټولې اسلامي نړۍ د هیوادونو مسلمانانو جذبات ی راپارولي دي.
له بلې خوا هندي چارواکي وايي چې د القاعدې ګواښونه باید جدي ونیول شي په داسې حال کې چې د هند استخباراتي ادارو ټولو ایالتونو او اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د القاعدې له ګواښ وروسته په لوړه کچه محتاطه پاتې شي.ياده دې وي چې د بي جي پي د مرکزي وياند نوپور شرما لخوا د اسلام او پېغمبراکرم (ص) په اړه د سپکاوي ډکو بيانونو وروستو د هند په ګډون د ټولې نړۍ مسلمانانو سخت غبرګونونه پارولي دي.
د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، ایران او پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو د هند سفیران د احتجاج لپاره احضار کړل، په داسې حال کې چې د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) هم د بی جے پی د مشرانو دغه څرګندونې په کلکه غندلې او له حکومته یې د مخنیوي لپاره د سمدستي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply