اولس دې تیار وي، غریب اولس باندې په راروان مالي بودیجه کښې زیاته مالیه لګیدونکې ده

0
103

باغی ټي وي رپورټ

د راتلونکي مالي کال په بودجه کې پر خلقو د غیر مستقیم مالیاتو لګولو ته چمتووالی نیول شوی دی.

دسرچينو ترمخه بجټ کې د راتلونکي کال د بالواسطه ټيکسونو په جمع کولو کې د زياتوالي تجويز شوى او په غير مستقيم ډول د ټيکس جمع کولو کې د 1048 اربه روپو زياتولو تجويز شوى دى.

سرچينې زياته کړه چې د غير مستقيم ټيکس ټولولو هدف 4695 اربه روپۍ ټاکلو تجويز دى او په راتلونکې بجټ کې د مستقيم ټيکس جمع کولو هدف 2560 اربه روپۍ ټاکلو تجويز دى.
دسرچينو ترمخه په راتلونکي بجټ کې ټولټال 9000 اربه روپۍ ريونيو اټکل شوى، د ايف بي آر جي اے ټيکس هدف 7,255 اربه روپۍ او د نان ټيکس 1,626 اربه روپۍ اټکل شوى دى.
د یادونې ده چې د وزیراعظم شهباز شریف اتحادي ګوندونو حکومت د عام اولس او د عمران خان له لوري د سختو نیوکو سره مخ دې.
نیوکې کوونکې سیاسي او غیرسیاسي مشران وایی چې په یوه اونۍ کښې موجوده حکومت د تیلو نرخ ۶۰ روپۍ یوه لیټر اوچت کړو چې له امله ی په هیواد کښې د خوراکی توکو، تعمیراتي مواد او شمیر د ژوند نور ضروري شیانو نرخ ډیر زیات شوې دې.

Leave a reply