ملګرو ملتونو ویلي چې وچکالۍ او کډوالۍ افغانستان کې ناورین پراخ کړی دی 

0
185

ملګرو ملتونو ویلي چې وچکالۍ او کډوالۍ افغانستان کې ناورین پراخ کړی دی 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې روان کال به په افغانستان کې ۲۴،۴ میلیونه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري چې د افغانستان د نفوس تر نیمايي ډېره برخه جوړوي.

 

(2022 / 6 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي کډوالۍ او د وچکالۍ په څېر طبیعي آفتونو افغانستان کې بشري ناورین پراخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي چې لا هم په افغانستان کې میلیونونه داخلي بېځایه شوي شته دي چې بشري وضعیت یې بېچلی کړی دی.

سرچینه کاږي چې د جګړو او وچکالۍ له امله تېر کال ۷۰۰ زره افغانان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي او د وچکالۍ له امله د بېځایه کېدو لړۍ لا هم روانه ده.

په راپور کې راځي چې افغانستان دمګړی ۳،۵ میلیونه داخلي بېځایه شوي وګړي لري چې لوړه سلنه یې مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې روان کال به په افغانستان کې ۲۴،۴ میلیونه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري چې د افغانستان د نفوس تر نیمايي ډېره برخه جوړوي.

Leave a reply