ميدان وردگو ولایت کې د زون په کچه نظامي محکمه جوړه شوه

ميدان وردگو ولایت کې د زون په کچه نظامي محکمه جوړه شوه
مرستیال والي شیخ شیراحمد حقاني د امیرالمؤمنین له دغه شفقت مننه وکړه، چې پر ولس یې کړی او نظامي محکمه یې د زورواکو د زور ختمولو یوازینۍ لاره وبلله.
(2022 / 6 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
باختر اژانس خبر ورکړى چې په هېواد کې د امیرالمؤمنین ملا هبت الله آخندزاده په فرمان ۸ نظامي محمکې جوړې شوې، وروسته له دې به ټولو نظامي قضیو ته له همدې لارې رسېدنه کېږي او یو نظامی به هم قضایي مصوونیت نه لري.
نن میدان وردګو ولایت ته د زون په کچه د نظامي محمکې رییس مولوي عبدالغفار عبدالجمیل او ورسره مل پلاوی راغلی و؛ له مرستیال والي، رییسانو، د ولسوالیو له مسوولینو او علماوو سره یې د همدغه محکمې په ارزښت او وظایفو خبرې اترې وکړې.
د دغه محمکې رییس مولوي عبدالجمیل د محکمې د جوړښت او وظایفو په اړه وویل، د ا.ا مشر ملا هبتالله آخندزاده دا حس کړه، چې دا تشه باید ډکه شي، نو نظامي محکمې یې ایجاد کړې، کومې قضيې چې د دې محکمې اړوندېږي، د اسلامي شرعیت پر بنسټ به څېړل کېږي، ښاغلی عبدالجمیل زیاته کړه، دا نظامي محکمه به د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست پر چارواکو او کارکوونکو شکایتونه، عریضې او دعوې څېړي.
د ا.ا د مشر په فرمان کې راغلي، چې د شرعي نظام د تنفیذ، د الهي احکامو تعمیم او ټولنې د اصلاح لپاره دا محکمې جوړې شوېدی.
مرستیال والي شیخ شیراحمد حقاني د امیرالمؤمنین له دغه شفقت مننه وکړه، چې پر ولس یې کړی او نظامي محکمه یې د زورواکو د زور ختمولو یوازینۍ لاره وبلله.

دغه نظامي محکمه د زون په کچه په غزنی ولایت کې موقعیت لري، چې په غزنی سربېره، میدان وردګ، بامیان او دایکندي ولایتونه یې اړوندېږی.
د غونډې په پای کې راغلو چارواکو له قومي مخورو او علماوو سره ځانګړې ناسته وکړه، تر څو ستونزې یې درک او مشورې یې واورېدل شي.
د یادولو ده، چې په تېر حکومت کې هم د نظامیانو د دوسیې څېړلو لپاره نظامي محکمې وې، خو کله هم پهکې د جګپوړو چارواکي دوسیې و نه څېړل شوې.






