اسلام آباد کښې بندیز ولګیدو

باغی ټي وي رپورټ
په اسلام اباد کې د شپې له لسو بجو وروسته د واده پر مراسمو د بندیز پرېکړه شوې ده.
دسرچينو له مخې نن داسلام ابادد ودونو هالونو او مارکيټونو کې دشپې لسو بجو څخه وروستو د ودونو په مراسمو بنديز لګول شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې له دې پرته به د واده په مراسمو کې يوازې د يوه خوراک ورکولو اجازه وي.
دسرچينو له مخې اسلام اباد پوليس اؤ انتظاميې ته ددغه بنديز په اړه خبر ورکړل شوى دى.
د یادونې ده چې د شهباز شریف اتحادی حکومت دا پریکړه په داسې وخت کښې کړې ده چې ملک د سختو اقتصادي ستونز سره مخ دي، ډالر او په ملک کښې تیلو ډبل سنچري وهلې ده او خلق د ګرانۍ نه هم سر ټکوي.
اتحادي حکومت غواړي چې ددې رقم بندیزونو سره د بریښنا او د تیلو لګښت کم کړي او اقتصاد ته وده ورکړي خو په دې حکومت نیوکه کوونکي وایی چې دې بندیزونو سره کوم توپیر نه راځي او حکومت باید کوم لو اقتصادي پلان اعلان کړي چې د پاکستان دا کمزورې اقتصاد وده وکړي.






