کورنیو چارو وزارت وايي چې تر اوسه یې ۵۰ زره پولیسو ته لنډ مهالې زده ورکړې دي

کورنیو چارو وزارت وايي چې تر اوسه یې ۵۰ زره پولیسو ته لنډ مهالې زده ورکړې دي
نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل چې دا پروسه دوام لري او ټول هغه کسان چې پولیسو ته جذبېږي تر لنډمهالو مسلکي زده کړو وروسته به د ټولنې خدمت ته وړاندې کېږي.
(2022 / 6 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان ا.ا د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نور جلال جلالي وایي چې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۵۰ زره پولیسو لنډمهالې، مسلکي او فني زده کړې لیدلې دي.
نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل چې دا پروسه دوام لري او ټول هغه کسان چې پولیسو ته جذبېږي تر لنډمهالو مسلکي زده کړو وروسته به د ټولنې خدمت ته وړاندې کېږي.
جلالي د یونیفورم موضوع ته په اشارې زیاته کړې چې د یونیفورم موضوع حل شوې ده، لومړی به په کابل او تر هغه وروسته په ولایاتو کې پر ټولو پولیسو ووېشل شي.
نوموړي ټینګار کړی دی چې له یادو یونیفورمونو څخه د غیر رسمي خلکو استفاده جرم دی او د دغه جرم له مرتکبینو سره به جدي قانوني چلند وشي.






