لنډیکوتل کښې بلدیاتي نمایندګانو احتجاج کړې دې

0
191

باغی ټي وي رپورټ
د تحصيل چيئرمېن شاه خالد شينواري په مشرۍ کښې د بلدياتي نمائندګانو د لنډي کوتل پريس کلب مخې ته د خپلو غوښتنو په حق کښې احتجاجي مظاهره کړې ده۔
تحصیل چیرمین شاه خالد شینواری، پخوانی امیدوار مقتدر شاه آفریدی، کلیم الله شینواری، تحصیل کونسل ممبر ابو دردا، نوید شینواری، اختر علی شینواری او یاد وزیر شینواری ،حاجی خان شینواری، مراد حسین آفریدی، حاجی ولی محمد، نور ولی په شمول ګڼ شمیر کونسلرانو او نور مشرنو ګډون اوکړو.
ه دې موقع ويناوالو ووئيل چې د بلدياتي ادارو نمائندګانو ته دې په وخت د اختیاراتو سپارلو زمينه برابره شي تر څو هغوي د خپلو سيمو خلقو ته خدمت وكړي۔
هغه د صوبايي حکومت لخوا د لوکل گورنمنٹ ایکټ 2019 کې د ترمیم سخته غندنه وکړه او د دوی د جمهوري ضد پالیسیو په اړه یې خواشیني څرګنده کړه.

Leave a reply