یونان کې دوه افغان پناه غوښتونکي پۀ دوه کاله بند محکوم شوي

یونان کې دوه افغان پناه غوښتونکي پۀ دوه کاله بند محکوم شوي
فرانس پريس خبري اژانس ويلي چې د محکومو شويو افغان ځوانانو د بند موده پنځه کاله وه، خو محکمې يې يو کال بند له دې کبله بښلی چې د تحقيقاتو پر مهال يې ښه رويه کړې ده.
(2022 / 6 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
يونان کې محکمې دوه افغان پناه غوښتونکي په څلور کاله بند محکوم کړي دي.
پر يادو افغانانو چې اتلس کاله عمرونه لري تور دی چې په ۲۰۲۰ کال کې يې د يونان د لسبوس ټاپو د کډوالو يوه کمپ ته اور ورته کړی و.
فرانس پريس خبري اژانس ويلي چې د محکومو شويو افغان ځوانانو د بند موده پنځه کاله وه، خو محکمې يې يو کال بند له دې کبله بښلی چې د تحقيقاتو پر مهال يې ښه رويه کړې ده.
په لسبوس ټاپو کې د موريا په نوم کمپ کې ۱۳ زره پناه غوښتونکي ديره وو چې د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر مياشت کې پکې اور بل ولګيد او له منځه ولاړ.
تر پېښې څو ورځې وروسته يو شمېر افغان پناه غوښتونکي د پوليسو له لوري ونيول شول چې په څلورو هغو يې تېر کال د لس کاله بند حکم وشو.






