د پي ټي آی لانګ مارچ، مشرانو د زرتاج ګل او ملکه بخاري ستاینه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي د لانګ مارچ په مهال د پوليس تشدد او شيلنګ باوجود د پي ټي آئي د نورو زنانه غړې د ځينو غړو د ستاينې له وجې خفه شوي دی.
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان سره د قامي اسمبلۍ زنانه غړو ملاقات کړې چې پکښې د پي ټي آئي وائس چيئرمين شاه محمود قريشي او عامر ډوګر هم موجود وو۔
دسرچينو ترمخه په غونډه کې عمران خان ته د لانګ مارچ په مهال د ښځینه مشرانو د کردار په اړه راپور وړاندې کړل شو.
په رپورټ کې شاه محمود قريشي د قومي اسمبلۍ غړو ملکه بخاري او زرتاج ګل ستاينه کړې او ويلي يې دي چې ملکه بخاري او زرتاج ګل د پوليسو له تشدد او ډزو سره مخ شوي دي.
سرچينې وائي چې دشاه محمود قريشي لخوا وړاندې کړل شوي راپور کې دپي ټي ائي نورې ښځینه مشرانو د سخت قهر او خفګان څرګندونه کړې ده.
دسرچينو له مخې دښځو غړو وينا ده چې دوي په ډي چوک کښې د پولیس له لوري تشدد وزغملو په رپورټ کې زمونږ هيڅ ذکر نۀ دى شوى.






