وزیرداخله رانا ثناالله عمران خان ته مهم وړاندیز کړې

0
107

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله پخواني وزيراعظم عمران خان ته د انتخاباتو په اړه د خبرو اترو وړانديز کړی دی.

يوه مرکه کې رانا ثناءالله وويل عمران خان دې کېني او خبرې دې وکړي، انتخابات دي په اکتوبر يا وروستو کې وشي، دا خبرې دې هواري شي.

ده ووئيل چې د عمران خان د 25م مئي د الټي مېټم نه وړاندې مسلم ليګ (ن) ته وئيلي وو چې د پټرولو د نرخونو د زياتولو په ځائې دې انتخاباتو ته لاړ شي خو د عمران خان د ضد او غير جمهوري رويې له وجې انتخابات نه شي كولې.
رانا ثناءالله وئيلي دي چې څوک اسلام اباد ته په دوه حالتونو کې مارچ کولى شي دحکومت يا سپريم کورټ په اجازت بل مارچ نۀ شي راتلى.

دکورنيو چارو وزير وويل که عمران خان لانگ مارچ ته تيارى نيسي او دتاريخ اعلان هم کوي نو فکر کوي ټول ملت به هغه څه مني چې دى يې غواړي.

هغه زیاته کړه چې ایا د جرګې مشر د اپوزیشن له مشر سره له لاس اخیستو پرته نظام چلولی شي؟ دا هغه څه دي چې عمران خان په درې نیمو کلونو کې کړي دي، هغه وویل جې عمران خان اوس په اپوزیشن کښې نو وایی جې هغه حکومت نه مني.
رانا ثناءالله وويل دعمران خان نوم دا مهال په اي سي ايل کې نشته، هغه اوویل چې پخواني وزيراعظم کوم جرم کړى دې او دا ثبوتونه لري، هغه زیاته کړه چې بايد هغه ونيول شي.

ده ووئيل د فرح خان (ګوګي) نه د رشوت اخستلو پلټنه روانه ده او وخت به نيسي نو د نېب نوی چيئرمېن په خپله خوښه ددې خبرې پلټنې كوي۔

Leave a reply