د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې پاکستان ته خپل سفر نیمګړی پای ته ورساوۀ

د رسنیو د راپورونو له مخې د آلمان د بهرنیو چارو وزیره پاکستان ته تللې وه او ټاکل شوې وه چې ددغه هېواد له چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې او بحثونه ولري، خو د کرونا ټېسټ تر مثبتوالي وروسته اړ شوه چې خپل سفر په نیمايي کې پای ته ورسوي.
(2022 / 6 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې پاکستان ته خپل سفر نیمګړی پای ته ورساوه.
د رسنیو د راپورونو له مخې د آلمان د بهرنیو چارو وزیره پاکستان ته تللې وه او ټاکل شوې وه چې ددغه هېواد له چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې او بحثونه ولري، خو د کرونا ټېسټ تر مثبتوالي وروسته اړ شوه چې خپل سفر په نیمايي کې پای ته ورسوي.
پاکستان په وروستیو کې هڅه کوي، چې د چین او عربي هېوادونو په ګډون د امریکا او اروپا مالي ملاتړ تر لاسه کړي ځکه دغه هېواد له خورا ترینګلي اقتصادي وضعیت تېرېږي او د خوراکي توکو بیې پکې اوج ته رسېدلې دي.