وزیراعظم شهباز شریف د پخواني عمران خان حکومت د پرمختایی پروژ جاري ساتلو پریکړه کړې ده

0
142

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د پخواني وزيراعظم عمران خان لخوا پيل شوي ډيرو منصوبو ته د دوام ورکولو تياري کوي۔

دسرچينو ترمخه دراتلونکي مالي کال بجټ کې دوزيراعظم کټا بچاؤ پروګرام لپاره د دوه سوه مليونه روپۍ کیښودلو پریکړه کړې ده، په داسې حال کې چې روان مالي کال د وزیراعظم کټا بچاؤ پروګرام لپاره 188.8 میلیونه روپۍ بېلې کړې شوې وې.
وزيراعظم په پسمانده سيمو کښې د چرګانو د پروګرام لپاره د پنځه کروړه روپو بېلولو وړانديز کړے دے په کوم کښې چې په روان مالي کال کښې د دې پروګرام لپاره صرف پنځه کروړه روپۍ بېلې کړې شوې وې۔

په نوي مالي کال کښې د ګني پیداوار زياتولو لپاره 13 کروړه روپۍ بېلې کولو وړانديز شوې دي په کوم کښې چې روان مالي کال کښې د ګني پیداوار زياتولو لپاره 107.2 ميليونه روپۍ مختص کړې شوي دي۔
په راتلونکي مالي کال کې د وریجو تولید زیاتولو لپاره 27 کروړه روپۍ بېلولو وړاندیز شوی او په روان مالي کال کې د وریژو تولید زیاتولو لپاره 527.4 ملیون روپۍ ځانګړې شوې دي.

په راتلونکي مالي کال کې د غنمو د توليد زياتولو لپاره 35 کروړه روپۍ بېلولو وړانديز شوی دی په داسې حال کې چې په روان مالي کال کې د غنمو توليد زياتولو لپاره 90 کروړه روپۍ بېلې کړي شوي دي.

همدغه راز په راتلونکي مالي کال کې د کاټن د ښه والي اقداماتو لپاره د 13 کروړه روپو د بېلولو وړاندیز شوی دی.

Leave a reply