جرمني پر ا.ا غږ کړی چې خپله تکلاره بدله کړي 

0
87

جرمني پر ا.ا غږ کړی چې خپله تکلاره بدله کړي 

د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې دغه راز زياته کړه چې له پاکستان سره په ګډه يې داسې سيسټم جوړ کړی چې افغانستان کې له ګواښ سره مخ افغانان پرې د اسلام اباد له لارې جرمني ته ولېږدوي. هغې وويل چې په تېرو څو مياشتو کې يې ۱۴ زره افغانان جرمني ته لېږدولي دی.

(2022 / 6 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالينا بايربوک وايي، نړيواله ټولنه بايد د افغانستان ا.ا ته ور ياده کړي چې په سم لوري نه دي روان.

بايربوک چې پاکستان کې د پرتو افغان کډوالو د ليدنې په موخه اسلام اباد ته تللې، له خپل پاکستاني سيال بلاول بوټو سره هم کتلي دي.

هغې له بوټو سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې د افغانستان ا.ا بايد د خپل هيواد د اقتصادي ګټو لپاره منطقي لاره غوره کړي، په داسې حال کې چې د دې په وينا اوس هر څه برعکس دي.

Leave a reply