هرات ولایت کې بهر ته د ډالرو او سرو زرو د قاچاق مخه نیول شوې ده
هرات ولایت کې بهر ته د ډالرو او سرو زرو د قاچاق مخه نیول شوې ده
کورنیو چارو وزارت د غیر قانوني کړنو د مخینوي برخه کې د پوره جدیت خبره کوي او خبرداری ورکوي چې له هغو کسانو سره به جدي قانوني چلند کېږي چې لاس پر خپل سرو او غیر قانوني کړنو پورې کوي.
(2022 / 6 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کورنیو چارو وزارت وایي چې په هرات کې یې بهر ته د ډالرو او سرو زرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د یاد وزارت په خبره، منسوبینو یې د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې یو تن بهر ته د پنځوس زره ډالرو او ۲ کیلو سرو زرو د قاچاق په تور نیولی دی.
چارواکو زیاته کړې ده چې یاد کس د ا.ا ځواکونو له لوري نیول شوی او اوسمهال تر پښتنو ګروېږنو لاندې دی.
کورنیو چارو وزارت د غیر قانوني کړنو د مخینوي برخه کې د پوره جدیت خبره کوي او خبرداری ورکوي چې له هغو کسانو سره به جدي قانوني چلند کېږي چې لاس پر خپل سرو او غیر قانوني کړنو پورې کوي.