ټي ټي پي سره د امن لپاره خبرې په ښه اړخ روانې دي: د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند

0
150

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بیرسټر سیف په یوه بیان کې ویلي چې له کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره خبرې په دوستانه فضا کې شوې دي.
هغه وایی چې پخوا به د مرمیو تبادله کیدله او اوس د نظرونو تبادله پیل شوې ده.
نوموړي وایی چې کالعدم ټي ټي پي د دويم اوربند د باوري کولو فيصله کړې ده چې دا د امن لپاره یوه ښه پریکړه ده.
بيرسټر سيف زياته کړه چې د خبرو په مهال کالعدم ټي ټي پي د صوبې نه د ضم شوي قبائلي ضلعو د جلا کولو غوښتنه کړې ده . نوموړي وایی چې ټي ټي پی وایی چې وېره ده چې دا انضمام به د قبائلي ضلعو کلتور او رواجونه متاثره کړي.
نوموړي کالعدم ټي ټي پي ته خبر ورکړو چې ضم شوي ضلعو کې د اربونو روپو په ارزښت پروژې روانې دي.
نوموړي اوویل او زیاته ی کړه چې مونږ به په دې لړ کښې د کالعدم ټي ټي پي تحفظات او اندیښنې لرې کولو لپاره بشپړه هڅې کوو.
………………………..

Leave a reply