د شمالي وزیرستان یو پلاوي وفاقي وزیر سره لیدنه کړې
باغی ټي وي رپورټ
د شمالي وزيرستان يو پلاوي د سمندر پار پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد حسين طوري سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو.
په لیدنه کښې د قبایلي سیمو وګړو او سمندر پار پاکستانیانو ته ورپیښو په یو شمیر ستونز باندې ټینګار وشو.
په دې موقع وفاقي وزیر د پلاوي غړیو او مشرنو ته باور ورکړو چې په شمالي وزيرستان كښې د او پي اېف سکولونو، سهولتكارۍ مركزونو، لس زره نه زیاته بلاک شناختي کارډونه پرانستل شوي او د بېنظير انكم سپورټ پروګرام كښې شامل کړې شوي دي.
هغه وويل كوم پاكستانيان چې په دې وروستيو كښې د سعودي عرب له زندانونو څخه راخوشې شوي وو، زياتره يې وطن ته ستانه شوي دي او په دې ښاریانو کښې ډیر د قبایلي سیمو وګړي وو.
وفاقي وزیر پلاوي ته باور ورکړو چې نور بلاک شناختي کارډونه به هم پرانستل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د هرې قبائيلي ضلعې دوره كولو نه پس به هلته د زياتو سكيمونو اعلان كولې شي، په پلاوي كښې د پيپلز پارټۍ شمالي وزيرستان صدر اظهر خان، جنرل سيكرټري اقبال خان، صوبائي جنرل سيكرټري شجاع خان او نور شامل دي۔
د پلاوي غړیو او مشرانو د وفاقي وزیر څخه ډیره مننه وکړه.