د ډي پي او ټانک هلې ځلې ، ټانک کښې فارنزک یونټ کار پیل کړو

0
72

باغی ټي وي رپورټ
د ډي پي او ټانک په هلو ځلو ټانک کښې د سیلولر فارنزک یونټ جوړ کړې شوي او کار ی هم پیل کړې دې.
ډي پي او ټانک د جرم نه پاک ټانک لپاره د مهم ګام په توګه ددې یونټ پرانسته کړې ده.
د ډي پي او ټانک نوي تعینات شوي آپریټرانو لپاره د عصري تخنیکي مرستې لپاره د روزنې غونډه جوړه شوې وه.
په دې مهمه یوه ورځې روزنیزه غونډه کښې د ډي پي او ټانک د سي ډي آر اخیستلو او د نه موندلو مجرمینو موندلو په اړه لیکچر ورکړه او د غونډې برخه والو ته ی مهمه لارښوونه وکړه چې دوی وکولې شي چې تورن کسان په آسان توګه ونیسي او د قانون منګولو ته ی وسپاري.
د تفصیلاتو ترمخه د ټانک پولیس افسر وقار احمد په کوششونو سره د پولیس ټانک په دفتر کښي د سیلولر فرانزک یونټ جوړ کړے شو د کومی چې په رسمی توګه پرانسته وشوه.
چارواکو او ځایی خلقو ټانک د جرمونو څخه د پاکولو لپاره د فرانزک یونټ پرانسته یو مهم ګام بللی دی.
په دې موقع پولیس چارواکو اوویل چې دې سره به په اسانۍ سره د دغو مجرمینو محاکمه او نیول آسان شي.

Leave a reply