د پاکستان په معیشت باندې د سیاست کولو روایت دوام لري

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د ملي اقتصاد په برخه کې د سیاست ښکار دې او دا لړۍ د پاکستان جوړیدو څخه پس هم جاري ده، په واک کښې حکومت په پخواني حکومت نیوکې کوي چې موجوده په واک کښې حکومت لپاره ی ستونزې پیدا کړي دي.
د اقتصاد په اړه سياست په داسې حال کې کېږي چې پخوا د پي ټي ايي په دوره کې مسلم ليگ (ن) د پټروليم او د برېښنا د نرخونو په زياتولو سياست کاوه او اوس پي ټي ايي هم همدا کار کوي، د جیو نیوز راپور مطابق پي ټي آیی حکومت د پاکستان مسلم لیګ ن او اتحادي په حکومت نیوکې کوي چې دوی عام اولس په ستونزو کښې اچولې دې او عام اولس ته ریلیف نه ورکوي.
د راپور مطابق عمران خان پخپله او شوکت ترين د پټروليم مصنوعاتو نرخونو کې زياتوالى ضروري ګڼلو او نن پخوانى وزيراعظم په موجوده حکومت نيوکې کوي چې د تیلو بیعې ی ۶۰ روپۍ یو لیټر ګران کړې دې.
عمران خان وايي، اوسني حکومت په ۵۰ ورځو کې د ملک اقتصاد تباه کړو، خو په ۲۰۱۸م کال کې چې کله د پي ټي ائي په حکومت نيوکې کېدې نو اسد عمر ويلي وو چې د ملک معیشت د زیان ذمه وار په پخوانې حکومت وي، هغه دا هم ویلي وو چې په ۴۰ ورځو کې مونږ څه خراب کړي دي؟






