مردان کښې په ځنګل اور ولګیدو

0
200

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوان د مردان تخت بهائی په عمر آباد سیمه کښې د هوسۍ غونډۍ په سر کښې اور لګیدلی دی. ریسکیو 1122
د اطلاع ترلاسه کولو سره د ریسکیو 1122 فائر فائټر ټیم موقعې ته ورسیدو او د اور وژنې لپاره ی هڅې پیل کړې.

د سرچینو ترمخه ریسکیو 1122 اور وژونکو غوره تګلاره غوره کړه او په وخت یې د اور اور وژنې پروسه پیل کړه.
د د ریسکیو مردان دفتر څخه خپور یو راپور مطابق د ریسکیو 1122 اور وژونکو په مسلکي توګه اور په قابو کولو او د نور خپریدو مخه ونیوله.
په اور لګېدنه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی
د سرچینو ترمخه د اور لګېدنې علت نه دې معلوم شوې چې اور په څه وجه لګیدلې وو.
د یادونې ده چې د تیرو څو ورځو څخه د خیبر پښتونخوا ، بلوچستان او په ضم قبایلي سیمو د غرونو په ځنګلونو کښې د اور لګیدنې پیښې ثبت شوي دي او په زرګونو ونې بوټې په دې اور لګیدنه کښې سوځیدلي دي .

Leave a reply