د پاکستان د معیشت حل یواځې په ټاکنو کښې نه دې : شاهد خاقان عباسي

0
76

باغي ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) سينئر نائب صدر شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د ملک د ستونزو حل په انتخاباتو کښې نه دے.

د جيو نيوز پروګرام شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې شاهد خاقان عباسي ويلي دي چې مونږ تر دريو مياشتو پورې نګران حکومت نه شو زغملې ، هغه اوویل دغه شان به ملک دیوالیه شي.

ده ووئيل مونږ نن 21 زره ميګاواټه برېښنا پېدا كوو كوم چې به تر 29مې نېټې پورې 25 زره مېګاواټ ته پورته شي او د لوډشيډنګ موده به دوه ساعته كمه شي۔شاهد خاقان عباسي زیاته کړه چې کابینې سپارښتنه کړې چې بازارونه د شپې لس بجې بند کړی شي، که صوبايي حکومتونه په دې عمل وکړي نو پرمختګ به راشي او بجلي به بچ کړو . عباسي اوویل چې د بیلا بیلو لارو څخه د ارزانه LNG اخستلو هڅې کوو.

Leave a reply