د خزانې وزیر د تیلو په قیمت کښې د زیاتوالي خبر رد کړې
د خزانې وزیر د تیلو په قیمت کښې د زیاتوالي خبر رد کړې
باغی ټي وي رپورټ:
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل نن د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د زياتوالي خبرونه رد کړل۔
مفتاح اسماعیل په یو بیان کې ویلي، “ما د بجټ څخه وړاندې سیمینار کې د پټرولیم مصنوعاتو د نرخونو د زیاتوالي په اړه خبرې ونه کړې.
مفتاح اسماعيل وويل که پي ټي ائي د آئي ايم ايف معاهده منلې واي نو د پټرول بيه به درې سوه روپۍ في ليټر وه
مفتاح اسماعيل وويل نن د پټروليم مصنوعاتو په بيو کې کوم زياتوالى نۀ دى راغلى.
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب هم د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د زياتوالي خبرونه رد کړي او وئيلي دي چې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د زياتوالي اټکلونه بالکل دروغ دي۔
مريم اورنګزېب وويل حکومت د پټرول او ډيزلو د نرخونو د زياتولو کومه پرېکړه نه ده کړې او خلق دې بې بنیاد خبرونو ته غوږ نه نيسي، هېواد کې د پټروليم مصنوعاتو کمښت نشته.