انس حقاني د بېکارۍ پړه پر شل کلن اشغال غورځولې ده 

0
123

انس حقاني د بېکارۍ پړه پر شل کلن اشغال غورځولې ده 

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې د دولتونو کمزوي، جګړه، بې‌سوادي، د مهارتونو کمزوي، بې‌کاري، اقلیمي بدلون، د نفوس ډېروالی، د خصوصي سکټور وده نه کول او له طبیعي زېرمو ګټه نه اخیستل په هېواد کې د بې‌وزلۍ د ډېرېدو ستر لاملونه دي.

 

(2022 / 6 / 7   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا لوړپوړي غړي انس حقاني په هېواد کې بېکارۍ ته په اشارې ویلي چې بې کاري د ا.ا په راتګ سره نه ده زیاته شوې بلکې دا ستره ننګونه له اشغاله په میراث پاتې ده.

نوموړي نن په کابل کې د پوهنې، لوړو زده کړو او د بې وزلۍ وضعیت د ارزونې په اړه یوې خبري ناستې ته په خبرو کې د بېکارۍ او نورو ستونزو رېښې په بې سوادۍ کې بللې دي او ټینګار یې کړی دی چې د اقتصادي ستونزو تر حل  وروسته باید د بې سوادۍ ستونزې له منځه لاړې شي ځکه د ده په وینا بې سواده ملتونه نه یوازې له بې سوادۍ بلکې نورو ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې د دولتونو کمزوي، جګړه، بې‌سوادي، د مهارتونو کمزوي، بې‌کاري، اقلیمي بدلون، د نفوس ډېروالی، د خصوصي سکټور وده نه کول او له طبیعي زېرمو ګټه نه اخیستل په هېواد کې د بې‌وزلۍ د ډېرېدو ستر لاملونه دي.

د یادونې ده چې د بې کارۍ له امله هېواد د کډوالۍ له بحران سره هم مخ دی او د ورځې په ډلو ډلو خلک له قانوني او غیر قانوني لارو بهر ته روان دي.

Leave a reply