د اقینې–اندخوی رېل پټلۍ پاتې کارونه بشپړېږي 

0
165

د اقینې–اندخوی رېل پټلۍ پاتې کارونه بشپړېږي 

ټاکل شوې چې د پټلۍ د رغونې چارې د يوې مياشتې په موده کې بشپړې شي. د اقينې – اندخوی ريل پټلۍ د افغانستان د داخلي پروژې برخه ده چې ټولټال ۳۰ ميليونه ډالره لګښت پرې راځي.

(2022 / 6  / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

له نږدې يوه کال ځنډ وروسته د اقینې – اندخوی د ریل پټلۍ پروژې پاتې کارونه بيا پيل شوي دي.

د بلخ د ریل پټلۍ ریاست وايي چې د اقینې – اندخوی د ريل پټلۍ ټولټال ۳۰ کيلومتره اوږدوالی لري چې ۲۹ کيلومتره يې تېر کال د جمهوريت پر مهال رغول شوې وه.

د يادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د يو کيلومتر په اوږدوالي د ريل پټلۍ د پاتې برخې د رغونې چارې هم پيل شوې دي.

ټاکل شوې چې د پټلۍ د رغونې چارې د يوې مياشتې په موده کې بشپړې شي. د اقينې – اندخوی ريل پټلۍ د افغانستان د داخلي پروژې برخه ده چې ټولټال ۳۰ ميليونه ډالره لګښت پرې راځي.

Leave a reply