سور صلیب: په افغانستان کې د بشري ناورین کابو کول د نړیوالې ټولنې پراخ چمتووالي ته اړتیا لري

0
103

سور صلیب: په افغانستان کې د بشري ناورین کابو کول د نړیوالې ټولنې پراخ چمتووالي ته اړتیا لري

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوول په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

 

(2022 / 6 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د بشري ناورین کابو کول د نړیوالې ټولنې پراخ چمتووالي ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوول په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د ده په وینا خلک بیګا ته دسترخوان ته د ډوډۍ وړلو په موخه د خپل کور وسایل پلوري او په یوه وخت ډوډۍ پورې حیران دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوولین وایي چې افغانستان کې روان بشري ناورین ورځ تر بلې پراخېږي او ددې احتمال شته چې د ګڼو انسانانو ژوند واخلي.

هغه زیاته کړې چې دا ستونزه په لنډ مهاله مرستو او وړو پرېکړو نه حل کېږي بلکې ختمول یې د نړیوالې ټولنې پراخ چمتووالي او سترو مرستو ته اړتیا لري.

Leave a reply